احدي: حکومت د انتخاباتي اصلاح لپاره هېڅ پروګرام نه‌لري

د افغانستان د نوې ملي جبهې رئیس وايي چې حکومت د انتخاباتي اصلاح لپاره هېڅ پروګرام نه‎لري.

انوارالحق احدي چې نن‌یې له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د پوځونو د وتلو په اړه جوړه شوې غونډه کې خبرې کولې ټینګار وکړ چې حکومت باید په دې برخه کې پرېکنده ګامونه واخلي.

ښاغلي احدي زیاته کړه چې شفاف انتخابات عادل نظام ته لاره هواروي او حکومت باید په دې برخه کې جدي هلې ځلې وکړي.

انوارالحق احدي وايي، په هېواد کې اقتصادي وضعیت په فوق‌العاده توګه خراب شوی او ورځ تر بلې د بې‌کارۍ کچه لوړېږي.

په دې غونډه کې چې د لویې جرګې خیمه کې جوړه شوې ګڼ شمېر پخوانیو جهادي مشرانو او ځینو دولتي چارواکو هم برخه اخیستې.

د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال محمد یونس قانوني پر حکومت غږ وکړ چې د راتلونکو انتخاباتو نېټه دې ژر اعلان کړي.