د بریتانیا چاپ ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍګڼه کې په یوه مقاله کې لیکلي چې امریکا د افغانستان د سولې په اړه د مسکو له غونډې سره لېوالتیا نه ښیې.
ورځپاڼه لیکي:
له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د وروستي سرتېري د وتلو شاوخوا درې لسیزې وروسته، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین غواړي په افغانستان کې د کریملین نفوذ بیا راژوندی کړي.
مسکو د چهارشنبه په ورځ د افغانستان د سولې په اړه د یوې غونډي کوربه وو چې په هغه کې ایران، پاکستان، چین، هندوستان او افغانستان وربلل شوي وه.
سره لهدې چې امریکا په افغانستان کې زرګونه سرتېري لري، خو دغې غونډې ته نه وو وربلل شوی.
دغه راز په یوه بله غونډه کې چې د مسکو له لوري په ډیسمبر میاشت کې ترسره شوې وه، په هغه کې افغانستان کې ګډون نه درلود او دې کار د افغانستان چارواکي په غُصه کړل.
د ټایمز ورځپاڼې په لیکنه، روسیې وړاندې ویلي و چې له طالبانو سره یې محدودې سیاسي اړیکې ټینګې کړي او هدف یې دا دی چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته حاضر کړي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم تائید کړی و چې له طالبانو سره یې محدودې اړیکې نیولې دي.
بلخوا امریکایي چارواکي وایي، روسیه او ایران له طالبانو سره پوځي او مالي مرسته کوي.
ډیپلوماټ:
ډیپلوماټ خپرونې په خپله وروستۍګڼه کې هغو دلایلو ته اشاره کوي چې پر اساس یې روسیه غواړي په افغانستان کې له طالبانو سره اړیکې ولري.
د خپرونې په لیکنه د روسیې او طالبانو اړیکې پخوانیو کلونو ته ورګرځي.
ډیپلوماټ لیکي:
په ۱۹۹۵ میلادي کال کې یوه روسي الوتکه په کندهار کې کیناستله.
ضمیر کابلوف هماغه وخت کندهار ته ولاړ، د طالبانو له مشر سره یې وکتل او د دغې الوتکې د خوشې کېدو زمینه یې برابره کړه.
د ډیپلوماټ په لیکنه کې راغلي چې څلور عمده دلایل شته چې ښیې ولې روسیه له طالبانو سره اړیکې غواړي.
لومړی دا چې له طالبانو سره د روسیې اړیکې لویدیځ ته ښیې چې د افغانستان په اړه معاملو کې او د دغه هېواد په اړه په نړیوالو اجنډاوو کې د روسیې ګټې له پامه ونه غورځوي.
دوهم د طالبانو په ملاتړ سره د روسیې پالیسې جوړونکي غواړي په سیمه کې د ناټو د ګټو پر لارې خنډونه لا ډېر کړي، ځکه د لیکوال په خبره مسکو هم له منځنۍ اسیا ورهاخوا د نفوذ د ډېرېدو هڅه کوي او په دې ډول روسیه غواړي د خپل نفوذ سیمه افغانستان او پاکستان ته وغځوي.
درېیم، روسیې د اسلامي دولت ډلې یا داعش ګواښ ښه درک کړی او د طالبانو څخه د ملاتړ په ډېرېدو غواړي د دې ډلې د غځېدو مخه ونیسي.
په ځانګړي ډول د افغانستان په شمال کې چې د پخواني شوروي له څو جمهوریتونو سره ګډه پوله لري.
خپرونه څلورم دلیل د نشهیي موادو موضوع یادوي چې د روسیې لپاره یې ډېرې ستونزې جوړې کړي دي.
افغانستان د ټولې نړۍ د ۹۰ فیصده تاریاکو تولیدوونکی هېواد بلل شوی او ډېری تریاک له هغو سیمو ترلاسه کېږي چې د طالبانو په کنټرول کې دي. ډیری دغه مواد روسیې ته لېږل کېږي او زرګونه کسان هلته پرې معتاد شوي دي.