د سپینې ماڼۍ چارواکي وایي، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ لېواله دی چې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار پر دندې متقاعد ادمیرال رابرټ هاروارډ وټاکي.
روېټرز خبر ورکوي چې رابرټ هاروارډ ته چې پخوا د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مرستیال قوماندان و، د دغې څوکۍ وړاندیز شوی دی.
نوموړی د مایکل فلین ځای نیسي چې د فبرورۍ په ۱۳مهیې وروسته له هغې استعفا وکړه چې دا افشا شوه چې هغه د ولسمشر په توګه د ډونالد ټرمپ د کار له پیلېدو مخکې پر روسیې د امریکا د بندیزونو د لګولو په اړه په امریکا کې د روسیې له سفیر سره خبرې کړې وې.
هاروارډ چې د ایران له اسلامي انقلاب مخکې یې په دې هېواد کې ښوونځی لوستی، د پخواني جمهوري غوښتونکي ولسمشر جورج بوش په دوره کې د ملي امنیت په شورا کې د ترورېزم ضد د چارو مسؤل و.
نوموړی د سمندري پلي ځواکونو د جګړې تجربه هم لري او په افغانسان او عراق کې یې هم خدمت کړی دی.