روسیه: اوکراین ته د کریما سپارلو خبر هېڅ چا سره نه کوو

د روسيې د ولسمشر وياند وايي، اوکراين ته د کريميا ټاپووزمې د بېرته سپارلو په اړه به مسکو نه له امريکا متحدو ايالتونو او نه هم له نورو هېوادونو سره خبرې وکړي.

د کرملين وياند دميتري پيسکوف دا خبره نن وکړه:

"اوکراين ته د کريميا د بېرته سپارلو په باب به ووايم چې پر دې مسئله بحث نه کېږي او نه بحث کېدلاى شي، روسيه پر هغو مسايلو چې په قلمرو پورې يې اړه لري، له بهرنيو شريکانو سره بحث نه کوي."

تر دې يوه ورځ مخکې د سپينې ماڼۍ وياند شان سپايسر وويل چې د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ جوته کړې چې تمه لري، روسيه کريميا سيمه بېرته اوکراين ته وسپاري او د اوکراين په ختيځ کې تاتريخوالى کم کړي.

د کرملين وياند دميتري پيسکوف يو وار بيا کريميا سيمه د روسيې د قلمرو يوه برخه وګڼله او ويې ويل، مسکو هېڅکله د خپل قلمرو په اړه د امريکا په ګډون له کوم بهرني لوري سره خبرې نه کوي.

روسيې د ٢٠١۴م کال په مارچ مياشت کې د اوکراين کريميا ټاپووزمه په خپل قلمرو پورې وتړله.