د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ به نن په سپينه مانۍ کې د اسرائيل د صدراعظم بنيامين نتنياهو هرکلى وکړي.
وروسته له هغې چې ښاغلي ټرمپ د امريکا د ولسمشر په توګه خپله دنده پيل کړه، دا د دواړو رهبرانو اوله کتنه ده.
د سپينې ماڼۍ وياند شان سپايسر وويل، ټرمپ او نتنياهو به پر ګڼو مسايلو خبرې وکړي لکه ايران، د سوريې جګړه او د اسلامي دولت په نامه ډلې په وړاندې پر مبارزه.
د امريکا او اسرائيل مشران به د اسرائيل او فلسطين ترمنځ پر کړکېچ هم خبرې وکړي، په ځانګړي ډول په اشغال شويو سيمو کې د اسرائيل له خوا د ښارګوټو پر جوړولو او د دوو مستقلو دولتونو پر تشکيل.
د نتنياهو دا کتنه يو فرصت ګڼل کېږي چې د امريکا له اوسني حکومت سره خپلې اړيکې ښې کړي، دغه اړيکې د بارک اوباما تر رهبرۍ لاندې اداره کې کړکېچنې شوې وې.
ډونالډ ټرمپ تر دې مخکې له اسرائيل څخه خپل ملاتړ څرګند کړى او حتى ويلي يې وو چې د امريکا سفارت به له تل ابيب څخه بيت المقدس ته ولېږدوي.