مستغني: د مسکو غونډې ته یو با صلاحیته افغان پلاوی لېږل شوی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، حکومت د مسکو په غونډه کې د ګډون لپاره با صلاحیته پلای لېږلی دی.

د دغه وزارت ویاند احمد شکیب مستغني نن ازادي راډیو ته وویل چې د مسکو په غونډه کې د افغانستان پلاوی د نورو هېوادونو له پلاوو سره هم کچه دی.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغان پلاوي مشري چې نن د مسکو په ناسته کې ګډون کوي د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژۍ او پالېسۍ مشر کوي او دغه پلاوی با صلاحیته دی."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې وړاندې د مسکو په ناسته کې د افغان حکومت د ټیټې کچې د پلاوي د ګډون په اړه نیوکې شوې وې.

مسکو نن د هغې غونډې کوربه دی چې د افغانستان، پاکستان، چین، ایران، هند او روسیې استازي وربلل شوي او دوی د افغانستان پر وضعیت خبرې کوي.