افغانستان کې د کرېسټال ډوله نشه‎يي موادو کارول زیات شوي

د نشه‎يي موادو او جرمونو پر ضد د ملګرو ملتونو ادارې "UNODC" په افغانستان کې د کرېسټال ډوله مصنوعي نشه‎يي موادو د کارونکو د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی.

په یو راپور کې چې د سې شنبې په ورځ خپور شو ملګرو ملتونو ویلي، کرېسټال ډوله مصنوعي نشه‎يي مواد چې په عام ډول په "شیشه" مشهور دي په دې وروستیو کې د امنیتي ادارو له‎خوا په پراخه پیمانه نیول کېږي.

دا په افغانستان کې د مصنوعي نشه‎يي موادو په اړه د ملګرونو ملتونو د نشه‎يي موادو او جرمونو ادارې دا ډول لومړنۍ ارزونه ده او په‌کې ویل شوي، داسې شواهد شته چې کرېسټال ډوله مصنوعي نشه‎يي مواد په خپله په افغانستان کې جوړېږي.

ملګري ملتونه وايي، تر اته میاشتنې ارزونې وروسته ورته څرګنده شوې چې کرېسټال ډوله نشه‎يي موادو کارول افغانستان کې د معتادینو تر منځ چې لا دمخه د ټولنې زیان منونکې برخه ده له یوې ورځې بلې ته پراخېږي.

د ملګرو ملتونو د نشه‎يي موادو او جرمونو د ادارې د عامه اړیکو مسؤل جین لوک لیماهیو "Jean-Luc Lemahieu" وايي، د دې راپور د چمتو کولو لپاره د افغانستان په پنځو ولایتونو کې د نشه‎يي موادو له روږدو کسانو، امنیتي چارواکو، حکومتي چارواکو او د معتادینو د درملنې له مرکزونو سره مرکې شوې دي.

په راپور کې ویل شوي چې د کرېسټال ډوله مصنوعي نشه‎يي موادو د هغو کارونکو شمېر چې د درملنې لپاره راجستر شوي د کندز او نیمروز په ولایتونو کې زیات وو.

د ملګرو ملتونو په دې راپور کې همدارنګه موندل شوي چې د نشه‎يي موادو د کنټرول په ملي قانون کې د هیروئینو او کوکاینو په مقایسه د کرېسټال ډوله مصنوعي نشه‎يي موادو کاروباریانو ته ډېره کمه سزا په پام کې نیول شوې.