د کندهار سوداګرو او صعنتکارانو خپلې ټولې ۲۰۰ فابریکې د برېښنا د نهشتون په اعتراض کې تړلې دي.
د کندهار د صنعتکارانو اتحادیې مرستیال روحالله حبیب وايي، د کندهار په صنعتي پارک کې ټولې ۲۰۰ فابریکې نن د برېښنا د نهشتون په اعتراض کې وتړلې.
د ښاغلي حبیب په وینا تر هغو چې يې دولت د فابریکو لپاره د برېښنا غم ونهخوري خپل کاري اعتصاب ته به دوام ورکړي.
د نوموړي په خبره ټاکل شوې چې سبا د صنعتکارانو اتحادیه او سوداګر د یوه سولهییز لاریون له لارې د برېښنا د اوږدمهاله ستونزې د حل لپاره غږ پورته کړي.
نوموړي زیاته کړه:
"فابریکې تړلې دي تر هغه وخته چې زموږ د برېښنا ستونزه حل نهشي دا کار به دوام وکړي، موږ برق غواړو نهیوازې فابریکو ته بلکې ټول کندهار تهيې غواړو."
د کندهار چارواکي د سوداګرو ستونزه مني او وايي چي د موضوع د حل لپاره به د ولسي مشرانو او سوداګرو یو پلاوی مرکز کابل ته ولېږي.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک ازادي راډیو ته وویل چې د برېښنا ستونزه تر ډېره په مرکز پورې اړه لري او د دوی هیله دا ده چې په مرکز کې اړوند ادارې ژر تر ژره دا ستونزې حل کړي.
نوموړي زیاته کړه:
"دا ستونزه تر ډېره په مرکز پورې اړه لري دوی په یکشنبې د کندهار د سرپرست والي سره هم خپله دغه ستونزه شریکه کړې، زموږ غوښتنه دا ده چې د برېښنا شرکت په دې اړه هلې ځلې وکړي."
د کندهار صنعتي پارک په شااوخوا ۲۰۰ تړل شویو فابریکو کې څلور زره کسان کار کوي.
د دغو فابریکو لپاره مخکې د امریکا متحده ایالاتو په مرسته لس مېګاواټه ډیزلي برېښنا برابرېده چې په وروستیو درېیو کلونو کې يې افغان حکومت د لګښت ورکولو مسؤلیت واخیست.
کندهار د کلونو راهیسې د برېښنا ستونزه لري.
د فابریکو په شمول دغه ولایت شااوخوا یو نیم سل مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري چې اوس یوازې د هلمند د کجکي څخه ۱۵ مېکاواټه برېښنا تر لاسه کېږي چې ډېر وخت د جګړو او نورو نامعلومو دلایلو پر اساس پارچاوېږي.
راپور: محمد صادق رښتینی