ابراهیمي: روسیه لاهم افغانستان کې د لاسوهنې په فکر کې ده

د ولسي جرګې رئیس وايي چې افغانستان کې د شوروي اتحاد له ماتې ۲۸ کاله تېرېږي، خو د روسیې اوسني واکمنان لا هم په افغانستان کې د لاسوهنې په فکر کې دي.

عبدالروف ابراهیمي چې نن یې له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو په لمانځ‎غونډه کې وینا کوله وویل، په افغانستان کې د شوروي اتحاد ماته د مداخله کوونکو هېوادونو لپاره لویه تجربه ده او باید څوک یې تکرار نه‎کړي.

"له بده مرغه د روسیې اوسني واکمنانان له ۲۸ کلونو وروسته یو ځل بیا په افغانستان کې د لاسوهنې فکر لري او د طالبانو له ډلې په ملاتړ غواړي د افغان دولت پر وړاندې جګړه پياوړي کړي چې دا په یو ډول د خلکو حکومت کمزوری کوي."

په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې روسیه له وسله‎والو طالبانو ملاتړ کوي او دوی ته وسلې او تجهیزات ورکوي.

خو په کابل کې د روسیې سفیر دا ادعاوې ردوي او وايي چې په افغانستان کې یې د خپلو کارکوونکو د امنیت د خوندیتوب په هدف له وسله‎والو طالبانو سره تماسونه نیولي دي.