د افغانستان ولسمشر وايي، افغانانو څنګه چې کمونېزم مات کړ همدا راز به ترورېزم هم له پښو وغورځوي.
محمد اشرف غني چې نن یې له افغانستانه د شوروي اتحاد د لښکرو د وتلو په ۲۸ کلیزه کې وینا کوله وویل، مجاهدینو یوازې د دې خاورې د ازادۍ لپاره مبارزه کوله.
د ښاغلي غني په خبره اوسنۍ ډلې چې د جهاد په نامه جنګېږي یوازې هېواد ورانوي او خلک وژني:
"افغانستان یو ځل بیا کولای شي چې اسلامي نړۍ او ټولې دنیا ته د زور، ظلم او ترورېزم د ختمولو لپاره نوي پیغامونه ورکړي، اوسنۍ مبارزه څه ډول چې د کمونېزم په مقابل کې وه اوس د ترورېزم په مقابل کې ده."
بلخوا د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وايي چې د دولت اوسني وسلهوال مخالفین له جهاد او مجاهدینو سره هېڅ تړاو نهلري.
نن د سلواغې ۲۶مه ده، دا ورځ له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو له وتلو سره برابره ده.