خوګياڼی: کوټ او هسکه مېنه کې ۱۶ داعشيان وژل شوي

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، د تېرو ۲۴ ساعتونو په جریان کې په کوټ او هسکې مېنې ولسواليو کې د ځمکني او هوايي بریدونو په پایله کې ۱۶ تنه داعشيان وژل شوي دي.

د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، د هسکې مېنې ولسوالۍ په نرۍ اوبو او چهاروازو سیمو کې د هوايي بریدونو له امله ۱۱ تنه داعش وژل شوي او د کوټ په سي پای سیمه کې د ځمکنیو بریدونو له امله پنځه تنه داعش وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

نوموړی وايي، په روانو عملياتو کې د داعش وسله‎والو دوه پټن‎ځایونه هم تخریب کړي دي او نهه شکمن کسان‌يې نیولي دي چې اوس‌مهال د څېړنو لاندې دي.

داعش وسله‎والو تر اوسه د دې عملياتو په تړاو رسنیو ته څه نه‎دي ویلي.