د لښکرګاه پر شااوخوا لا هم تودې جګړې روانې دي

شپږ میاشتې کېږي چې د هلمند لښکرګاه په دوهمه او درېیمه امنیتي حوزو کې د وسله‎والو او افغان ځواکونو تر منځ جګړې روانې دي.

د هلمند پر چارواکو له دې امله نیوکې هم مخ پر ډېرېدو دي چې د عملیاتو موسم او فرصت د لاسه ورکوي او د ښار پر شاوخوا ناامنۍ او وسله‎وال په خپل حال پاتې دي.

د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي د لښکرګاه درېیمې امنیتي حوزې اړوند بشران سیمې ته تللی دی.

دی وايي، د دواړو غاړو تر منځ د روانو جګړو له امله سلګونه کورونه ویجاړ او لارې کنډ او کپر شوې دي.

نور حال په لاندې راپور کې:

Your browser doesn’t support HTML5

د داعي راپور