د لښکرګاه په دوهمه او درېیمه حوزه کې جګړو زور اخیستی

د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه په دوهمه او درېیمه امنیتي حوزه کې د افغان ځواکونو او د دولت د وسله‎والو مخالفینو تر منځ جګړو زور اخیستی دی.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال د امنیتي چارواکو په حواله وايي چې د دوشنبې په شپه هم په درېیمه حوزه کې سخته جګړه وشوه چې لږ تر لږه دوه سرحدي سرتېري په‌کې وژل شوي دي.

د لښکرګاه په لوېدیځ کې په بشران سیمه کې د سرحدي ځواکونو د څلورمې لوا مشر سمونوال ظاهر ګل مقبل ازادي راډیو ته وویل، دغلته جګړه ځکه اوږده شوه چې وسله‌وال د خلکو په کورونو کې پټېږي.

په بشران کې ځای پر ځای د ملي امنیت ځانګړي سرتېري، اردو او سرحدي پولیس بیا وايي چې د وسله‎والو پر ضد د تهاجمي عملیاتو لپاره پوره چمتو دي خو مشرانو يې ورته د جنګ قومانده نه‎ده کړې.

په همدې حال کې په هلمند کې د اوپراتیفي ډلې مشر عبدالجبار قهرمان وايي چې افغان ځواکونه دا توان لري چې د وسله‎والو فعالیتونه شنډ کړي خو د نوموړي په وینا وسله‎والو له عامو خلکو د سپر په توګه کار اخلي او همدې ته په پام د دوی عملیات په احتیاط او ورو پر مخ ځي.