د کورنیو بېځایه شویو لپاره عملیاتي پلان د کډوالو د کمېټې له لورې تائید شو.
د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي چې دغه عملیاتي پلان د کډوالو وزارت له لورې جوړ شوی وو چې د کډوالۍ او بېرته راستنېدونکو کمېټې په نهمه ناسته کې د تائید وړ وګرځېده.
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"کمېټې د کورنیو بېځایه شویو او راستنېدونکو لپاره د عملیاتي پلان په اړه بحث وکړ او دغه پلان بېځایه شویو او راستېندونکو ته د ښې رسیده ګۍ په برخه کې جوړ شوی چې تائید شو."
د ښاغلي میثم په خبره د کډوالو او بېرته راستنېدونکو د کمېټې په ناسته کې همدا راز پر دې بحث وشو چې څنګه کېدای شي کورنیو بېځایه شویو او د مخ پر زیاتیدونکو راستنېدونکو په اړه لازمې اسانتیاووې برابرې شي.