خوست کې د تریزیو او عليشېرو تر منځ اوږد پُل پرانیستل شو

نن د دوشنبې په ورځ د خوست ولایت اړوند د تریزیو او علي شېرو ولسوالیو تر منځ سل متره اوږ پل د نږدې دوه اتیا میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

یاد پل چې د ټولګټو چارو وزارت له پرمختیايي بودجې څخه د یو کال په موده کې جوړ شوی، د خوست ګڼې سیمې له مرکز سره نښلوي.

د خوست والي حکم خان حبیبي د تریزیو او علي شېرو پُل د پرانیستې په ځای کې ازادي راډیو ته وویل چې یاد پُل د خلکو لپاره مهمې ټولنیزې او اقتصادي ګټې لري

والي زیاتوي:

"دغه پُل چې د ۸۱.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو کال په موده کې د ټولګټو چارو وزارت په چوکاټ کې جوړ شوی دی، زه په دې باور لرم چې د دغه پرنفوسه او ستراتېژیکې ولسوالۍ ډېر اجتماعي ستونزې حل بلکې د اقتصادي اړخ نه د خلکو د موټرو په تګ او راتګ، د موټرو په عدم استهلاک خپلو امورو ته پر وخت رسیده ګی کې لازم کمک وکړي."

د تریزیو او علي شېرو ولسوال محمد یونس ځدراڼ وايي چې اوسمهال په یاده سیمه کې د پروژو پلي کېدو ته د خلکو لېوالتیا ډېره ده.

د یادونې وړ ده د تریزیو او علي شېرو ولسوالۍ د مساحت له پلوه تر نورو پراخه ولسوالي ده چې د کورمې او شمالي وزیرستان سره ۴۴ کېلومتره ګډه پوله لري، د نظر خاوندانو په اند، سره له ده چې د یادې ولسوالۍ سیمه والو په ټولو ملي او سیاسي پروسو کې په پراخه کچه ونډه اخیستې، خو د امنیت د نشتون په پلمه په تېرو پنځلسو کلونو کې ورته د پام وړ بیارغنیز کارونه نه دي شوي.