غني او عرب چارواکو دکندهار پېښې لومړیو پایلو په اړه خبري کړي

ولسمشر محمد اشرف غني د عربي متحده اماراتو له چارواکو سره د امنیتي مسایلو په او په خاصه توګه د کندهار د پېښې د لومړینو پایلو په اړه خبرې کړي دي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي نن ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر د اماراتو له ولیعهد شېخ محمد بن زاهد ال‌ نهیان سره په کتنه کې د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي:

"ولسمشر غني عربي متحده اماراتو ته د سفر پرمهال له ولیعهد شېخ محمد بن زاهد ال‌ نهیان سره د کندهار د پېښې د لومړینو پایلو په اړه خبرې وکړې او همدا راز دواړه لوریو د ترورېزم پر وړاندې د ګډې مبارزې په برخه کې هم خبرې کړي دي."

د ښاغلي مرتضوي په خبره ولسمشر همدا راز د هغه عربي ډیپلوماټانو له کورنیو سره هم غمرازي ښکاره کړه چې د کندهار په پېښه کې وژل شوي وو.

ولسمشر غني متحده عربي اماراتو ته له رسمي سفر وروسته، پرون ماښام بېرته هېواد ته راستون شو.