جنوبي وزیرستان کې ماین چاودنې ۳ ملېشه سرتېري وژلي

په جنوبي وزيرستان کې د سړک د غاړې بم په چاودنه کې درې حکومتي ملېشه سرتېري وژل شوي دي.

دا خبره نن د پاکستان پوځ په يوه اعلامیه کې کړې ده.

د اعلاميې له مخې، دغه درې سرتېري په توی خوله سیمه کې د کشفي عملیاتو پر مهال ټپيان شوي وو او پرون ماښام په روغتون کې مړه شول.

د ممنوع اعلان شوي ډلې تحريک طالبان پاکستان وياند محمد خراساني د دې حملې پړه پر غاړه اخيستې او ويلي يې دي چې په دغه بمي چاودنه کې پنځه سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ په قبايلي سیمو کې د پراخې کچې عملیات کړي خو سخت دريځي خال خال حملې کوي.

خراساني د پرون ورځې د حملې مسئولیت هم ومانه چې په کراچۍ ښار کې د رسنۍ پر يوه موټر وشوه او يو تخنيکي کارکوونکی پکې ووژل شو.

ده په يوه ټليفوني پيغام کې ویلي چې پر رسنیو د حکومت او پوځ سره د ملاتړ په خاطر حملې کېږي.