د ترکمنستان مستبد ولسمشر قربانقلي بردي محمدف له انتظار سره سم خپله ولسمشري درېيمې دورې ته وغځوله.
د ترکمنستان د انتخاباتو د مرکزي کمېسیون د اعلان له مخې د یکشنبې ورځې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې بردي محمدف په سلو کې نېږدې ۹۸ رأیې ګټلې دي.
د انتخاباتو مرکزي کمېسیون دغهراز وویل چې د مستحقو رأی ورکوونکو شمېر چې په دغو انتخاباتو کې یې ګډون کړی په سلو کې له ۹۷ زیات و.
له انتخاباتو مخکې دا بېخي یقیني وه چې بردي محمدف به دغه انتخابات چې په وړاندې یې اته تنه نور کاندیدان چې ډېر پېژندل شوي نهو، درېدلي دي په ډېره اسانۍ وګټي.
ایا په رښتیا بردي محمدف دومره رأیې ګټلي او د خلکو ګډون همدومره زیات و چې د دې هېواد د انتخاباتو مرکزي کمېسیونیې اعلانوي، دا پوښتنه مو د ازادي راډیو د ترکمنستان د څانګې له مدیر فرح یوسپوف څخه وکړه.
نوموړی وایي، د مرکزي اسیا د نورو هېوادونو په څېر د ترکمنستان د انتخاباتو شمېرې درستې نهدي او هغه راپورونه چې د دوی خبریالانو په عشقاباد کې د رأیې له مرکزونو ورکړي، ډېرو لږو خلکو په دغو انتخاباتو کې ګډون کړی و.
نوموړي زیاته کړه:
"پر دې هېواد یو ډېر مستبد رژیم واکمن دی، هر څه د زورواکانو لهخوا کنټرولېږي، په زړه پورې خبره دا ده چې زموږ خبریالانو چې لږ تر لږه په مرکز عشقاباد کې یې څو مرکزونه لیدلي وایي چې د خلکو ګډون ډېر لږ و، اوس چارواکي وایي چې تقریباً په سلو کې ۹۸ رأیې د دې هېواد اوسني ولسمشر بردي محمدف ته ورکړل شوې دي."
۵۹ کلن بردي محمدف به په دغه د ګازو بډایه هېواد کې چې نفوس یې ۵،۳ میلیونه دی، د اوو نورو کلونو لپاره په قدرت کې وي.
د چارو کتونکي وایي، په ترکمنستان کې په تېرو ۲۵ کلونو کې داسې انتخابات نهدي ترسره شوي چې هغه دې له درغلیو او بېنظمیو ډک نهوي.
پر دې سربېره پهکې هېڅکله هم داسې یو کاندید نهدی درېدلی چې هغه دې په دې هېواد کې د اپوزېسیون رښتینی استازیتوب وکړي.
د ترکمنستان چارواکي یې ادعا کوي چې دغه انتخابات په شفافه توګه ترسره شول، ایا دا به د نړیوالو څارونکو ډلو قناعت حاصل کړي، د ازادي راډیو د ترکمنستان څانګې مشر ښاغلي یوسپوفیې په اړه وایي:
"چارواکي تل د یوې عمومي ارزونې پر اساس وایي چې د انتخاباتو په جریان کې له قانون څخه د سرغړونې هېڅ یو مورد نهدی لیدل شوی او انتخابات په شفافه او عادلانه توګه ترسره شوي، خو نړیوالو سازمانونو هېڅکله هم د ترکمنستان انتخابات ازاد او عادلانه نهدي بللي."
که څه هم بېردي محمدوف د مخکني ولسمشر سپرمراد نیازوف خلاف د ټول عمر لپاره ولسمشر نهدی اعلان شوی خو ترکمنستان تېر کال په اساسي قانون کې بدلون راوست او د جمهوري ریاست دورهیې له پنځو نه اوو کلونو ته وغځوله او همیې د ولسمشرۍ لپاره پر کاندیدانو د د اویا کلنۍ د عمر محدودیت لیرې کړ.