ګاسمن: پاکستان دې د افغان کډوالو ځورونې لړۍ بنده کړي

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، پاکستان باید په خپلې خاورې کې د افغان مهاجرو د ځورونې لړۍ بنده کړي.

د دغه سازمان یوې څېړونکې پټريساګاسمن د دوشنبې په ورځ کې کابل کې یویې خبري ناستې ته وویل چې د کډوالۍ په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري باید پر پاکستان فشار راوړي چې د افغان مهاجرو د ځورونې لړۍ بنده کړي.

دغه سازمان همدا راز پر حکومت انتقاد وکړ چې ګواکې د افغان مهاجرو د ستونزو د هواري په برخه کې یې کړي ژمنې عملي کړي نه دي.

د بشري حقونو د څار سازمان په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې حکومت بیاتل د افغان مهاجرو د ستونزو هواري له خپلو مهمو لومړیتوبونو څخه بولي.