نن د فبرورۍ ۱۳مه د راډیو نړیواله ورځ ده

نن د فبرورۍ دیارلسمه د راډیو نړیوالې ورځې سره برابره ده، په افغانستان کې د راډیو اورېدونکي او مینه وال مخ پر زیاتېدو دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزرات سرپرست وزیر کمال سادات وايي، په افغانستان کې شته امکاناتو ته په کتو او دا چې افغانستان یوه سنتي ټولنه ده راډیو افغانانو ته ځانګړې اهمیت لري.

د فبروۍ دیارلسمه نېټه هر کال په نړۍ کې د راډیو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي او دغه ورځ څلور کاله وړاندې د یونسکو سازمان له لورې ونومول شوه.

د اطلاعات او فرهنګ وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال په کابل او ولایتونو کې یو سل او شپیته راډیو ګانې فعالیت کوي.