میلر پر هغو قاضیانو نیوکې وکړې چې د ټرمپ د فرمان مخه یې نيولې

د سپینې ماڼۍ یوه لوړ رتبه مقام د امریکا د فډرال محکمې پر هغو قاضیانو سخت انتقادونه وکړل چې د کډوالو په اړه يې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اجرائیوي فرمان د عملي کېدو مخه نيولې ده.

پر عدلي او قضايي سیسټم د سپینې ماڼۍ د لوړ رتبه سلاکار سټیفن میلر

"Stephen Miller" پرونى انتقاد، د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې د انتقادونو تازه لړۍ ده.

ښاغلي مېلر پرون وويل:

"نتيجه به دا وي چې زموږ مخالفان، رسنۍ او ټوله نړۍ به وګوري چې موږ به نور اقدامات پيل کړو. زموږ د هېواد د خونديتوب لپاره د ولسمشر صلاحيتونه ډېر د پام دي او تر پوښتنې لاندې به رانشي."

تېره اونۍ يوې استيناف محکمې د ډونالډ ټرمپ د اجرائیوي فرمان د نه عملي کېدو په اړه د امریکا د ابتدايه محکمې د حکم ملاتړ وکړ.

د امريکا د ولسمشر اجرائيوي فرمان امريکا ته د اوو عمدتاً اسلامي هېوادونو د اتباعو او ټولو کډوالو پر تګ د لنډې مودې لپاره بنديز لګوي.