په ترکمنستان کې نن خلک د یوې بلې اوه کلنې دورې لپاره ولسمشر غوره کوي.
داسې ښکاري چې دا مسئله بیخي یقیني ده چې د ترکمنستان مستبد ولسمشر قربان ګلي بیردي محمدوف به خپله واکمني د یوې بلې اووه کلنې دورې لپاره اوږده کړي.
په دغه د ګازو بډایه هېواد کې چې نفوس یې ۵،۳ میلیونه دی، نن خلک د اوسني ولسمشر په ګډون اتو نورو کاندیدانو ته چې ډېر پیژندل شوي نهدي رأیې ورکوي.
بېردي محمدوف به چې د ټولنې پر ټولو اړخونو کنټرول لري، په ډېره اسانۍ له نورو اتو کاندیدانو دغه انتخابات وګټي.
هغه په عشق اباد کې د خپلې رأیې له کارولو وروسته وویل چې دغه انتخابات به د راتلونکو اوو کلونو کې لپاره د خلکو سرنوشت وټاکي او زیاته یې کړه چې که دی بیا غوره شونو د خلکو د هوساینې لپاره به یې پالیسۍ دوام وکړي.
میخایل رومانوسکي Michal Romanowski چې د متحدو ایالتونو د جرمني مارشال فنډ په موسسه کې د ایوراسیا څېړونکی دی؛ وایي، په ترکمنستان کې په تېرو ۲۵ کلونو کې داسې انتخابات نهدي ترسره شوي چې هغه دې له درغلیو او بې نظمیو ډک نهوي.
پر دې سربېره پهکې هېڅکله هم داسې یو کاندید نهدی دریدلی چې هغه دې په دې هېواد کې د اپوزیسیون ریښتینی استازیتوب وکړي.
د ترکمنستان ټولنه تر فشار لاندې ده او په حقیقت کې خپلواکې رسنۍ په دې هېواد کې هېڅ حضور نهلري.
د ترکمنستان د انتخاباتو مرکزي کمېسیون وویل چې د رأیو د پیل په لومړیو شپږو ساعتونو کې د خلکو ګډون په سلو کې له ۷۴ واوښت.
خو د آزادي راډیو خبریالان چې په پلازمینه عشقاباد کې یې د رأیې ورکولو څو مرکزونه له نېژدې لیدلي وایي چې په لومړیو ساعتونو کې ډېر لږ خلک د رأیو مرکزونو ته تلل.
د ایاګل رحیموا په نوم د عشقاباد یوې اوسیدنکې د رأیې ورکولو په یوه مرکز کې د خپلې رأیې له کارولو وروسته د چین یوې رسنۍ ته چې رویټرز یې خبرې را اخیستي وویل:
"زه د لومړي ځل لپاره رأیه ورکوم او ډېره خوشحاله یم. زما په نظرپه دې کې شک نشته چې دغه انتخابات به زموږ د هېواد په تاریخ کې ثبت شي او هغه به د ترکمنانو ترمنځ د یووالي او اتحاد یو بل روښانه ثبوت وي."
د ترکمنستان ولسمشر قربان ګلي بیردي محمدوف چې له ۲۰۰۶ میلادي کال راهیسې په قدرت کې دی، نور اته رقیبان یې ډېر لږ پیژندل شوي سیمه ییز چارواکي، وکیلان او د کمپنیو مشران دي او د لومړي ځل لپاره پر یوه ګوند سربېره نورو ته هم پهکې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
د چارو د کتونکو په باور دې ته په پام سره چې ناپیژندل شویو او د دولت لهخوا د تأسیس شويو ګوندونو کاندیدان په دغو انتخاباتو کې ګډون لري، نه بریښي چې هغه دې په دې هېواد کې چې ټولې رسنۍ د دولت له خوا کنټرولېږي، کوم ستر بدلون راوړي.
که څه هم بیردي محمدوف د مخکیني ولسمشر سپرمراد نیازوف خلاف د ټول عمر لپاره ولسمشر نهدی اعلان شوی خو ترکمنستان تېر کال په اساسي قانون کې بدلون راوست او د جمهوري ریاست دوره یې له پنځو نه اوو کلونو ته وغځوله او هم یې د ولسمشرۍ لپاره پر کاندیدانو د د اویا کلنۍ د عمر محدودیت لېرې کړ.