مرتضوي: ولسمشرغني له اماراتي چارواکو سره پر امنیت غږېدلی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره په لیدنه کې د افغانستان په امنیتي وضعیت خبرې کړې دي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي نن ازادي راډیو ته وویل، اماراتو ته د ښاغلي غني سفر د دوه اړخېزو اړیکو د پیاوړتیا اوڅرنګوالی او د کندهار په میلمستون کې د وژل شویو عربي ډيپلوماټانو له کورنیو سره د غم شریکي په هدف ترسره شوی.

" ولسمشر به په دغه سفر کې د اماراتو له چارواکو سره ملاقات لري په امنیتي مسایلو به خبرې وکړي،همداراز به کندهار په میلمستون کې د وژل شویو عربي ډيپلوماټانو له کورنیو سره هم غم شریکي وکړي."

د مرغومي په ۲۱ د کندهار ولایت د مقام په میلمستون کې یوې چاودنې ۱۲ تنه ووژل چې پکې د متحده عربي اماراتو پنځه ډپلوماټان هم شامل و.

ښاغلي مرتضوي زیاتوي چې په دغه سفر کې به په سوداګریزومسایلو هم بحث وشي.