د بريتانيا دفاع وزير وايي، د سوريې هغه ځواکونه چې لوېديځ يې ملاتړ کوي بايد دا وړتيا ولري چې تر پسرلي پورې په سوريه کې د داعش هغه مرکز چې دې ډلې د خپلې پلازمېنې په توګه اعلان کړى، محاصره کړي.
د مايکل فېلون په وينا دغه ځواکونه بايد پر رقه ښار حمله په خپله تنظيم کړي.
فېلون پرون د عراق په شمال کې د کُردانو د خودمختارې سيمې پلازمېنې ايربيل ته د سفر پر مهال وويل:
"هيله من يم د دغه ښار محاصره به تر پسرلي پورې بشپړه شي، وروسته کېداى شي خپله د رقه ښار د ازادۍ لپاره عمليات پيل شي. کله چې تر موصل وروسته رقه ازاده شي، موږ به د دوى د وحشتناک خلافت زوال وګورو."
د سوريې ډيموکراټيکو ځواکونو چې د سوريې کُرد ملېشه هم په کې شامل دي، د رقه د بېرته نيولو لپاره عمليات په نوامبر مياشت کې پيل کړل.
داعش ډلې په ګاونډي هېواد عراق کې زياتې سيمې له لاسه ورکړي، خو په سوريه کې د نيول شويو سيمو د ساتنې لپاره شديده مقابله کوي.