شمالي کوریا يو بالسټیک توغندی وازمويه

د جنوبي کوریا او امريکا پوځي چارواکي وايي، شمالي کوریا نن یکشنبه يو بالسټیک یا لرواټنه توغندی وازمويه.

امريکا، جنوبي کوریا او جاپان ويلي دوى ټول انتخابونه ازمويي څو دغه سرکش هېواد مجازات کړي.

د جنوبي کوریا د لوی درستیز دفتر د توغندي له توغولو وروسته وویل:

"توغندي ۵۰۰ کیلومتره واټن ویشتی، اوس جنوبي کوریا د امریکا له متحدو ایالتونو سره پر اضافي معلوماتو له نژدې څېړنه کوي."

سيول کې د جنوبي کوريا د ګډو ځواکونو د لوى درستيز د عملياتو د برخې لومړي مرستيال جيون دونګ جين يوه کنفرانس ته وويل:

"زموږ پوځ د شمالي کوريا د هر ډول پاروونکي اقدام په وړاندې، چې د جنوبي کوريا امن ته خطر پېښوي، چټک ځواب ويلو ته چمتو دى."

امريکايي چارواکو تائيد کړه چې دغه ميزائيل يې څارلى او د دوى په باور ښايي منځنى واټن ويشتونکى ميزايل به و؛ نه بين القاره يي باليستيک توغندى.

د دوى په وينا دغه ميزائيل د امريکا متحدو ايالتونو ته کوم خطر نه دى پېښ کړى.

دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د جاپان صدراعظم شينزو ابې په فلوريډا کې سره وکتل.

ښاغلي ټرمپ ويلي، ١٠٠ په سلو کې د جاپان تر څنګ ولاړ دى، په عين حال کې ابې ويلي، د ميزائيلو توغول بېخي د منلو وړ مسئله نه ده.

تردې مخکې يوه امريکايي چارواکي ويلي و، د ټرمپ ادارې د شمالي کوريا د پاروونکو اقداماتو اټکل کړى و، خو دغه اداره به د شمالي کوريا په وړاندې پر هر ډول انتخاب غور وکړي چې مالي بنديزونه او په سيمه کې د سمندري ځواکونو زياتول هم په کې شامل دي.