د امریکا او جنوبي کوریا پوځي چارواکي وایي چې شمالي کوریا د فبروري په دولسمه یو بالسټیک توغندۍ وآزمایه.
واشنګټن، توکیو او سیول ویلي چې د دغې آزموینې په خاطر پر ټولو انتخابونو چې شمالي کوریا ته سزا ورکړي، غور کوي.
د جنوبي کوریا د لوی درستیز دفتر وایي، د دغه توغول شوي توغندي فاصله شاوخوا ۵۰۰ کیلومتره وه او د دې لپاره چې نور معلومات لاس ته راوړي متحده ایالات او هېواد یې دا موضوع څېړي.
د جنوبي کوریا د لوی درستیز د عملیاتو د برخې مرستیال جیون دونګ جین JEON DONG-JIN وویل:
"دا شمالي کوریا ته یو جدي خبرداری دی چې ډېر ژر به ځان لهمنځه یوسي که د کیم جانګ یون رژیم د اټمي وسلې له وهمه او د توغندیو له تحرکاتو لاس وانهخلي."
امریکایي چارواکو تائید کړه چې دوی دغه توغندی تعقیب کړی و او د دې احتمال شته چې هغه ښایي د منځني واټن ویشتونکی و،نه لېرې واټن ویشتونکی چې متحد ایالتونه نه ګواښي.
د شمالي کوریا د دغه نوې ازموینې خبر داسې مهال ورکول کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په فلوریډا ایالت کې د جاپان له صدراعظم شینزو ابي سره وکتل.
ښاغلي ټرمپ په یوه لنډ بیان کې چې انتظار یې نه کېده وویل چې دی سل په سلو کې د جاپان په خوا کې ولاړ دی.
د جاپان صدراعظم هم دغه ازموینه وغندله او هغه یې بیخي د نه منلو وبلله.
یوه امریکایي چارواکي چې نوم یې نهدی ښودل شوی د شنبې په ورځ وویل چې د ټرمپ ادارې د شمالي کوریا له لوري د یوه لمسونکي اقدام انتظار درلود او پر پیونګ یانګ د اقتصادي بندیزونو او په سیمه کې
د سمندري ځواکونو د زیاتېدو په ګډون پر یو لړ پراخو اقداماتو غور کوي.
د جنوبي کوریا د جمهوري ریاست او صدارت سرپرست هاواګ کواهانHwang Kyo-ahn ویلي چې هېواد به یې شمالي کوریا ته د دغه توغندي د آزموینې په خاطر ځواب ووایي.
د جنوبي کوریا د دفاع وزارت ویلي چې دغه توغندۍ د شمالي کوریا د بان غایون له اډې د جاپان د بحیرې پر لوري توغول شوی و.
شمالي کوریا تېر کال هم له دې اډې د موسودان په نوم د توغندي دوه آزموینې ترسره کړې وې.
جاپان ویلي چې پر شمالي کوریا د دغه نوي لمسونکي اقدام په خاطربه د ملګرو ملتونو پر امنیت شورا فشارونه زیات کړي.