تر۲۰۲۰ مه حکومتي ادارو کې د ښځو د ونډو زیاتېدو ته هڅې ډېرې شوي

د افغانستان د سولې، برابرۍ او ډیموکراسۍ بنسټ وايي چې له حکومت سره یې په ګډه هڅې پيل کړي څو تر۲۰۲۰ میلادي کاله په حکومتي ادارو کې د ښځو ونډه ۳۵ فیصدو ته لوړه کړي.

د دغه بنسټ رئیس محمد ادریس عمرزاد نن په کابل کې د ښځو د پالیسو او اصلاحاتو تر عنوان لاندې جوړه شوې غونډه کې وویل، د۲۰۱۷ میلادي کال په ترڅ کې به دغه فیصدۍ ۲۵ ته پورته شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ښځو چارو وزارت مرستیاله سپوږمۍ وردګ په همدې غونډه کې وویل چې دا مهال د حکومت په ادارو کې د ښځو ونډه ۲۲ فیصده ده.