مدني فعالانو د نورستان زیانمنو شويو ته مرستې برابرې کړي

ځينو مدني فعالانو او د ځوانانو بنسټونو د نورستان د طبيعي افتونو له کبله زيانمنو شويو ته مالي او نورې ضروري مرستې برابرې کړي دي.

دغه ځوانان وايي، دوى به د خپلو ملګرو په مرسته دغه برابرې کړې مرستې د نورستان هغو سيمو ته ورسوي چې په وروستيو کې د درنو واورو ورښتونو زيانمنې کړې دي.

يو بنسټ په کې د افغانستان د ځوانانو مرکز دى.

صالح محمد صالح د دې ټولنې له مشر ذبيح الله بهار څخه پوښتنه کړې چې تر اوسه يې څه ډول مرستې برابرې کړي؟

Your browser doesn’t support HTML5

له ذبيح الله بهار سره مرکه