په هلمند کې د افغان امنیتي ځواکونو اوپراتيفي مشر عبدالجبار قهرمان وايي چې د سنګین د پیښې په اړه د دوی څېړنې بشپړې شوې دي.
ښاغلي قهرمان نن له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې په یاده پېښه کې ملکي وګړي وژل شوي خو وایي چې افغان او بهرني ځواکونه ملامت نه دي.
د نوموړي په خبره دا چې وسله وال مخالفین د خلکو له کورونو د سنګر په توګه استفاده کوي نو افغان ځواکونه له دفاع پرته بله چاره نه لري:
" که په دې ساحه کې وزیرستانیان نه وای، پنجابیان نه وای او یاهم له دغه سیمي پر دولت انداختونه نه کېدای نو اخر دولت څه چاره لرله له خپل ځان څخه یې دفاع کړې وای او که نه ؟."
تېره ورځ د سنګين ځينو اوسېدونکو او قومي مشرانو ادعا وکړه چې د جمعې ناوخته د امريکايي قواوو په هوايي بریدونو کې د سنګين ولسوالۍ په درېيو کليو کې ١٩ ملکيان ووژل شول او شا او خوا ٢٠ نور ټپيان شول.
په کابل کې د غوڅ ملاتړ ماموریت او افغان ځواکونو ویلي وو چې د یادې پېښې په اړه به څېړنې وکړي.