د هلمند والي په سنګين ولسوالۍ کې د ملکي کسانو وژل کېدل رد کړه.
حیات الله حیات چې نن شنبه یې په دغه ولایت کې یوې خبري ناستې ته معلومات ورکول وویل د دوی لمړني معلومات ښيې چې په برید کې وژل شوي ټول وسله وال طالبان دي.
د جمعې په شپه د سنګین ولسوالۍ بازار ته نېږدې د چیناریانو او قلمیانو په نوم کلیو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو لخوا هوايي بمبار شوی و چې د سنګین د ټولنیزې شورا د ريئس میرا جان په خبره ۲۶ نفرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
میرا جان ازادي راډیو ته وویل د وژل شویو په ډله کې ۱۲ نفره د یوې کورنۍ دي چې ښځې إو ماشومان هم په کې شامل دي.
د هلمند والي بیا وايي، د دوی تحقیقات به نور هم اد امه ولري ترڅو په پېښه کې د وژل شویو کسانو اساسي تفکیک وشي.
وسله والو طالبانو په دغه پېښه کې د خپلو ملګرو وژل کېدل رد کړي دي او رسنیو ته يي په استولې خبرپاڼه کې وژل شوي کسان ملکي کسان یاد کړي دي.
د هلمند ولایتي شورا هم وايي چې د جمعې د شپې په هوايي بمباریو کې وژل کسان ټول ملکیان دي.
مجید اخندزاده ازادي راډیو ته وویل په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.