د فاع وزارت د سره صلیب کارکوونکو د وژل کېدو پېښه څېړي

د دفاع وزارت یو پلاوی په جوزجان کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د ۶ کارکوونکو د وژل کېدو د پېښې د څېړلو لپاره دغه ولایت ته تللی دی.

د دغه پلاوي مشري د دفاع وزارت د تفتیش مشر محمد ابوالفضل کوي او تمه ده چې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د ۲ برمته شویو کار کوونکو په اړه هم له سیمه ییزو چارواکو سره خبرې وکړي.

له دې وړاندې د جوزجان والي لطف الله عزیزي له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي وو چې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې د برمته شویو کارکوونکو د خلاصیدو لپاره د دوی هڅو تر اوسه نتیجه نه دې ورکړې.

نا معلومو وسله والو د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ جوزجان کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې ۶ کارکوونکي ووژل او دوه یې برمته کړل.

د جوزجان والي په دغه پېښه کې داعش وسله وال ښکېل بللي دي.