د جوزجان والي: د سره صلیب تښتول شوي کارکوونکي داعش سره دي

د جوزجان ولايت چارواکي وايي، له سخت دريځو وسله والو څخه د سره صليب د دوو تښتول شويو کارکوونکو د موندنې لپاره د دوى هڅو تر اوسه نتيجه نه ده ورکړې.

د چهارشنبې په ورځ يوه ډله وسله والو د جوزجان له مرکزه لېرې د سره صليب نړيوالې کمېټې پر کارکوونکو حمله وکړه، ٦ تنه يې ووژل او ٢ تنه يې له ځان سره بوتلل.

د جوزجان والي مولوي لطف الله عزيزي دا د داعش ډلې کار بولي چې قاري حکمت يې مشري کوي:

"دوى ژوندي دي او د قاري حکمت په نامه د داعش له ډلې سره دي. دغه وسله وال لا چمتو شوي نه دي چې دوى راوسپاري، د دوى د خوشې کولو په بدل کې يې هم موږ ته څه نه دي ويلي چې څه غواړي او د دغو دوو کسانو خوشې کول يې ولې ځنډولي دي.؟

د سره صليب نړيوالې کمېټې د خپلو شپږ کارکوونکو د وژل کېدو او دوو نورو د تښتونې له کبله په افغانستان کې خپل کارونه ځنډولي دي.

د دې پېښې مسؤليت چا نه دى منلى.