د عراق روغتيايي او امنيتي سرچينې وايي، په بغداد او موصل کې د يو لړ ځان وژونکو بريدونو له کبله لږ تر لږه ١٠ تنه وژل شوي او ٣٣ نور ټپيان شوي دي.
د پرونيو بريدونو مسؤليت د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې يا داعش ډلې واخيست.
چارواکي وايي، يوه بريدکوونکي د موصُل د ختيځ په يوه رستورانت کې ځان منفجر کړ چې لږ تر لږه ۴ کسان يې ووژل او ۱۵ نور ټپيان کړل.
دا حمله په داسې سيمه کې شوې چې په وروستيو کې د داعش له جنيګاليو تصفيه شوې.
داعش اوس د موصل پر لوېديځو برخو کنټرول لري.
د موصل په ختيځ کې بله حمله، موټر-بم چاودنه وه چې يو سرتېرى يې وواژه او ۴ نور يې ټپيان کړل.
د بغداد د جنوب په ايلام ولسوالۍ کې هم يوه موټر-بم چاودنه وشوه، ۵ کسان يې ووژل او ١۴ تنه نور يې ټپيان کړل.