جانیلیدزه: امریکا د ګرجستان د ملاتړ په اړه ډاډ راکړی

د ګرجستان د بهرنيو چارو وزير وايي، امريکايي سيال يې ريکس ټيلرسن ډاډ ورکړى چې واشنګټن به د ګرجستان له حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا څخه خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي.

ميخايل جانيليدزه «Mikheil Janelidze» پرون د امريکا د بهرنيو چارو له وزير سره تر کتنې وروسته د امريکا له بهرنيو چارو وزارت بهر وويل:

"موږ د ګرجستان له ځمکنۍ بشپړتيا او ملي حاکميت څخه د امريکا د بشپړ ملاتړ ډاډ ترلاسه کړ، امريکا تياره ده په ټولو هغو پروسو کې چې زموږ له ثبات، سوله ييز پرمختګ او زموږ د هېواد له پياوړتيا سره ارتباط لري، د ګرجستان تر څنګ وي."

روسيې د ګرجستان د بېلتون غوښتونکو سيمو ابخازيا او جنوبي اوسيتيا ملاتړ ته ادامه ورکړې ده.

په عين حال کې روسيې د اوکراين کريميا ټاپووزمه په خپل قلمرو پورې الحاق کړه او په دغه سيمه کې يې د روس-پلوه بېلتون غوښتونکو ملاتړ کړى دى.

د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ هغو څرګندونو چې ويلي يې دي، له مسکو سره د واشنګټن اړيکې ښې کوي، په ختيځه اروپا کې اندېښنې ولاړې کړې دي.