په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر وايي، د شفافو او پر وخت پارلماني انتخاباتو تر سره کولو لپاره د ولسمشر، اجراييه رئيس او نورو افغان سياسي مشرانو له قوي ارادې څخه هڅېدلي دي.
دا خبره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د هيئت د مرستيال د دفتر په یوه اعلاميه کې نن راغلې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د يوناما رئيس تاداميچي ياماموتو ويلي چې ملګري ملتونه به په خپل وس سره د انتخاباتو او انتخاباتي اصلاحاتو ملاتړ کوي چې د افغانانو په نظر عادلانه وي.
تر دې مخکې ولسمشر غني د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي سره د افغانستان د انتخاباتو په اړه د اجراييه رئيس او انتخاباتي کمېشنرانو په حضور کې غونډه وکړه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې يوناما له انتخاباتي کمېسیونونو غوښتي چې له يو بل سره په همکارۍ پرېکړه وکړي او بې پلوه او خپلواک عمل وکړي.