ولسمشر ټرمپ او د جاپان صدارعظم نن سره ګوري

یوه لوړ پوړي امریکایي چارواکي ویلي ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د جاپان له صدراعظم شینزو ابې سره د لیدو پر مهال له هغه هېواد سره د امنیتي ایتلاف جوړول بیا تکرار کړي.

ټاکل شوې شینزو ابې د فبرورۍ پر لسمه په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر ټرمپ سره وګوري.

دی به دوهم بهرنی مشر وي چې د ټرمپ د ادارې د کار له پیل وروسته امریکا ته سفر کوي.

تر ابې وړاندې د بریتانیا صدراعظمې ترزا مې د جنورۍ په وروستیو کې د امریکا له نوي ولسمشر سره ولیدل.

جاپاني رسنیو ویلي چې صدراعظم شنزو ابې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ د لړۍ وړاندیز وکړي چې په هغه کې به د امریکا په زېربنایې پروژو کې د جاپان د حکومت او خصوصي سکتورونو لخوا د ۱۵۰ میلیارده ډالرو په ارزښت پانګه ونه شامله وي.