نېکلسن: افغانستان ته د نورو سرتېرو استولو اړتیا ده

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان وایي. په دغه هېواد کې د جګړې په ټپه ولاړ حالت د ماتولو لپاره زرګونو نورو امریکایي او د نورو هېوادونو ځواکونو ته اړتیا ده.

جنرال جان نېکلسن ویلي، په افغانستان کې د طالبانو په وړاندې جګړه یوه بن بست یا په ټپه ولاړ حالت ته رسېدلې ده.

جنرال نېکلسن د پنجشنبې په ماښام د امریکا د سنا مجلس د پوځي خدماتو کمېټې ته د افغانستان د وضعیت په اړه معلومات ورکول.

هغه ویلي څو زره نورو سرتېرو ته اړتیا ده چې د روزنې، سلامشورې او مرستې په برخه کې له افغان ځواکونو سره کار وکړي.

جان نېکلسن په ځانګړي ډول ونه ویل چې څومره سرتېرو ته اړتیا ده.

دغه امریکایي چارواکي ویلي چې د پاکستان، ایران او په ځانګړي ډول روسیې رول د افغانستان چاري پېچلي کړي دي.