د سره صلیب د تښتول شوېو کارکوونکو خلاصون ته هڅې کېږي

د جوزجان ولایت امنیتي چارواکي وایي، د سره صلیب نړیوالې کمېټې د دوو تښتول شویو کارکوونکو د خلاصون لپاره هڅې کوي.

د جوزجان امنیه قومندان رحمت الله ترکستاني ازادي راډیو ته وویل، پولیس توانیدلی چې د دوی د ساتنې ځای معلوم کړي او ژر به یا د مذاکرې او یا عملیاتو له لارې دا کسان را خلاص کړي:

"دوه کسان د قوشتېپه ولسوالۍ په چقمه چقور کلي کې د قاري حکمت په نوم د مخالفینو یوه قومندان برمته کړي. معلومات مو بشپړ کړي. یا یې د سپین ږیرو د مرکو او یا هم د عملیاتو له لارې دا کسان را خوشې کوو."

د سره صلیب دا کارکوونکي پرون په جوزجان کې وروسته له هغه تښتول شوي چې شپږ نور ملګري یې ووژل شول او یو تن د مخالفینو له حملې روغ ووت.

په کابل کې د امریکا سفارت، ځینو نورو بهرنیو ټولنو او افغان چارواکو د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د کارکوونکو وژنه غندلې ده.

سره صلیب د دغو کسانو د وژنې په غبرګون خپل فعالیت په افغانستان کې درولی دی.