د ننګرهار سیمهییز چاروکي وايي چې د بېپیلوټه الوتکې په حمله کې د دوو قوماندانانو په ګډون ۱۱ داعش جنګیالي وژل شوي دي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقيوال وايي چې دا حمله تېره ورځ شوې چې په وژل شویو کې د داعش دوه قوماندانان عمر صدیق او عمر فاروق هم شامل دي.
مشرقیوال زیاتوي چې په دغې حمله کې ۶ داعش جنګیالي ټپیان شوي هم دي.
په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو یو ویاند کپټان بل نسلوین د بېپېلوټه الوتکې دغه حمله تائید کړې ده.