د پکتیا امنیه قوماندان قادرګل ځدران ساه ورکړه

د پکتیا امنیه قوماندان قادرګل ځدران د زړه ناروغۍ له امله ساه ورکړه.

د پکتیا امنیه قوماندانۍ د امنیت امیر محمد ایوب وردګ ازادي راډيو ته وویل چې قادرګل ځدراڼ نن په کابل کې په خپل کور کې مړ شوی.

د هغه په وینا نوموړي له څو کلونو راهیسې په پکتیا کې د امنیه قوماندان په توګه دنده اجرا کوله.