د افغانستان اجرائیه ریاست یو ځل بیا د اوسني متمرکز نظام پر ځای پر غیر متمرکز نظام ټینګار وکړ.
له دغه ریاسته نن په خپره شوې خبرپاڼه کې د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل له قوله ویل شوي اوسنی نظام باید بدلون وکړي او د والیانو او سیمهییزو ادارو صلاحیتونه ډېر شي.
وړاندې په اعلامیه کې راغلي د نظام د بدلون په اړه د هېواد د رهبرانو او سیاستوالو نظر روښانه دی، خو پر پارلماني نظام د ریاستي نظام د اړولو اصلي پرېکړه کوونکي خلک دي.
د افغانستان اوسنی نظام د اساسي قانون له مخې متمرکز نظام دی چې تر ډېره واک له مرکز سره وي.