عبدالله: د سره صلیب قضیه دې جدي تعقیب شي

د افغانستان اجرائیه رئیس امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه کړې چې د سره صلیب د وژل شویو او تښتول شویو کارکوونکو قضیه په جدي ډول تعقیب کړي.

له دغه ریاسته په خپره شوې اعلامیه کې د عبدالله عبدالله له قوله ویل شوي چې د پېښې له عاملینو سره به قاطع او غوڅ چلند وشي.

سره صلیب په افغانستان کې خپل کارونه وروسته تر دې وځنډول چې د چهارشنبې په ورځ وسله‎والو په جوزجان کې د دې نړیوالې مؤسسې شپږ کارکوونکي ووژل او دوه‌یې له ځانه سره بوتلل.