ارزګان چارواکي: د عملیاتو پر مهال ۱۱ وسله‌وال طالبان وژل شوي

د ارزګان سیمه‌ییز چارواکي وايي، د عملیاتو پر مهال ۱۱وسله‎وال طالبان وژل شوي دي.

د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر نورزي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې تېره ورځ د ارزګان مرکز ترینکوټ په یو شمېر سیمو کې د افغان ځواکونو له لوري هوايي او ځمکني عملیاتو په نتیجه کې يې ۱۱وسله‎وال طالبان وژل شوي او له لسو زیات ټپیان شوي دي او هم په یادو عملیاتو کې یو عراده رېنجر موټر د امنیتي ځواکونو له لوري سوځول شوی او ۳۰ کړۍ ماینونه کشف او خنثی شوي دي.

خو وسله‎والو طالبانو تر اوسه د یادو عملیاتو په اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.