د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکو د سره صلیب کارکوونکو وژنه وغندله او له دغې کمېټې یې وغوښتل چې په افغانستان کې خپل کارونه له سره پيل کړي.
په دغه وزارت کې د ملکي برخې رئیس ډاکټر کنشکا ترکستاني نن ازادي ته وویل چې افغانان د سره صلیب نړیوالې کمېټې مرستو ته اړتیا لري.
سره صلیب په افغانستان کې خپل کارونه وروسته تر دې وځنډول چې د چهارشنبې په ورځ وسلهوالو په جوزجان کې د دې نړیوالې مؤسسې شپږ کار کوونکي ووژل او دوهیې له ځانونو سره ژوندي بوتلل.