والي: جوزجان کې د سره صلیب د وژل شویو کسانو په اړه څېړنه کوو

د جوزجان چارواکي وايي، د هغې پېښې په اړه‌يې تحقيقات پيل کړي چې وسله‌والو په‌کې د سره صليب نړيوالې کېمټې شپږ کارکوونکي وژلي دي.

دغې کمېټې په خپله اعلاميه کې ويلي، دوه نور کارکوونکي يې لا هم د حمله کوونکو په ولکه کې دي.

د جوزجان والي مولوي لطف‌الله عزيزي ازادي راډيو ته وويل، د برمته شويو کسانو د خوشې کولو هڅې پيل شوي.

دی وايي:

"تحقيقات مو پيل کړي هڅه کوو د سپين ږیرو په منځګړيتوب دوه برمته شوي کسان خوشې کړو، که ونه‌شول په سيمه کې عمليات کوو، هڅه به مو دا وي چې دغه دوه کسان وژغورو."

والي وايي، د سره صليب نړيوالې کمېټې اته کارکوونکي چې درې تنه موټر چلوونکي هم په‌کې شامل وو، د ولايت له مرکز څخه لیرې پر کوچیانو مرستې وېشلې چې د داعش ډلې غړو ونيول.

٦ تنه‌يې ځاى پر ځاى ووژل او ٢ نور يې له ځان سره بیوول.

په وژل شويو کې د والي په وينا درې موټر چلوونکي او درې کارکوونکي شامل دي.

والي وايي اکثريت وژل شوي کسان د بلخ ولايت اوسېدونکي دي.