ثمر: بلخ کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی

په بلخ ولایت کې د ښځو چارو ریاست او د افغان ښځو شبکه وايي چې ورځ تر بلې دې ولایت کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي زیاتېدو دوی اندېښمن کړي دي.

د بلخ ولایت د ښځو چارو ریاست وايي چې نسبت تېر کال ته د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په پېښو کې نېږدې ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی او اکثراً د یاد تاوتریخوالي قربانیان هم له ۱۸ تر ۲۵ کلونو عمرونه لري.

د ښځو چارو ریاست د حقوق څانګې مشره نادیه ثمر وايي چې د روان کال په ترڅ کې یې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۳۴۰ پېښې ثبت ته رسولي دي چې ډېر په‌کې د ښځو د وهل او ټکولو پېښې شاملې دي.

مېرمن ثمر نن چهارشنبه دا خبرې په مزارشریف کې یوه خبري کنفران ته وکړې:

"د مالي کال په ترڅ کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی نسبت بل هر وخت ته زیات شوی دی او دا د اندېښنې وړ مسئله ده، نسبت تېر کال ته د ښځو په وړاندې د تشدد په پېښو کې ۳۰ تر ۴۰ سلنې زیاتوالی راغلی دی."

هاخوا بیا په بلخ کې د افغان ښځو شبکه وايي چې په ټولنه کې د سواد د سطحې ټیټوالی، په کورنیو کې د فقر زیاتوالی او د عامه پوهاوي د برنامو کموالی سبب شوی چې دې ولایت کې ورځ تر بلې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېره یوه اوونۍ کې د بلخ ولایت په شولګرې ولسوالۍ کې یوه ځوانه ښځه د خپل پخوانی نامزاد له‌خوا د ټوپک په ډزو سره ووژل شوه او په کوشندې ولسوالۍ کې یوه بل سړي د خپلې ۲۳ کلنې ښځې دواړه غوږونه په جارحې وسلې سره پرې کړل.