د پکتیا ولایت ډنډ پټان ولسوالۍ کې انتحاري حملې ۳ تنه وژلي دي.
د پکتیا د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال محمد ایوب د یاد خبر په تائید سره ازادي راډیو ته وویل چې نن غرمه یوه بجه یوه تن انتحاري چې غوښتلیې د ډنډ پټان پر ولسوال انتحاري حمله وکړي د امنیتي ځواکونو لهخوا تر پېژندلو وروسته د ولسوالۍ د ودانۍ په دروازه کې ځان ته چاودنه ورکړې.
قوماندان زیاته کړه چې په دغې انتحاري حمله کې د ولسوال یو ساتونکی او دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.
تر دا مهاله د دې چاودنې مسؤلیت کومې وسلهوالې ډلې په غاړه نهدی اخیستی.
ډنډ پټان د پکتیا یوه له سرحدي ولسوالیو څخه ده چې کله ناکله ورڅخه د امنیتي پېښو راپورونه ورکول کېږي.