د مولدووا ولسمشر ایګور دودون ناټو ته د دې لپاره خبرداری ورکړی چې د ده په باور دا سازمان په ډېر سرعت مخته روان دی څو له دغه هېواد سره اړیکې نېږدې کړي او په پلازمېنې کیشیناو کې خپله یوه څانګه پرانیزي.
د مولدووا ولسمشر د روسیې ملاتړی دی.
هغه پرون د ناټو د عمومي سرمنشي له مرستیالې روزي ګوتمولر سره له خبرو وروسته په بروکسل کې خبریالانو ته وویل چې په مولدووا کې د ناټو د دفتر پرانیستل به د اکثرو خلکو په ګټه نهوي او باید ناټو په دې برخه کې بیړه ونهکړي.
د مولدووا جمهوري ریاست سمبولیک دی.
د ناټو د سرمنشي مرستیالې د مولدووا له ولسمشر سره خبرې مثبتې بللي او ویلي یې دي چې ناټو به په مولدووا کې د خپل دفتر د پرانیستلو کار د روان کال په پای کې تعقیب کړي.