کیلي: واشنګټن پلان نه‌لري چې د ۷ اسلامي هېوادونو لېست پراخ کړي

د امریکا د داخلي امنیت وزیر وايي، واشنګټن پلان نه‎لري چې د هغو ۷ اسلامي هېوادونو لېست پراخ کړي چې اتباع‌يې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د فرمان له مخې امریکا ته د داخلېدو اجازه نه‎لري.

جان کیلي د کانګرس په یوې استماعیه غونډه کې پرون د هغو راپورونو په اړه خبرې کولې چې په‌کې ویل شوي د ولسمشر ټرمپ اداره د ځینو نورو هېوادونو اتباع هم امریکا ته له داخلېدو منع کوي.

د ولسمشر ډونالد ټرمپ د یوه اجرائیه فرمان له مخې امریکا ته د ایران، عراق، سوريې، یمن، لیبیا، سومالیا او سوډان د اتباعو پر داخلېدو بندیز لګېدلی دی.

د امریکا د داخلي امنیت وزیر وویل، امریکا ته پر سفر دا بندیز د مسلمانانو پر سفر بندیز نه‎دی او دا تر څو چې دا مسئله حل شي یوه وقفه ده.

د امریکا کانګرس د یو شمېر غړو په ګډون د امریکا په اکثرو ښارونو کې دې هېواد ته د ۷ اسلامي هېوادونو د اتباعو پر داخلېدو د اعلان شوي بندیز غندنه شوې ده.

دغه‌راز ملګرو ملتونو او د نړۍ یو شمېر مشرانو هم د سپینې ماڼې دا پرېکړه غندلې ده.