رباني: افغانستان به له روسيې څخه د تیلو واردات زیات کړي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد به‌يې له روسيې څخه د تېلو واردات زیات کړي.

صلاح‌الدین رباني تېره ورځ مسکو کې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره تر کتنې وروسته وویل، له روسي چارواکو سره‌يې د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو پر پراخوالي او په افغانستان کې د روسيې سوداګرو د پانګونې په باب خبرې وکړې.

بل لورته سرګي لاوروف وویل، مسکو او کابل په خپلو کې د پوځي تخنیکي همکارۍ لپاره لېواله دي او روسیه به د افغانستان د پوځ د درنو وسلو په ترمیم او ساتنه کې همکاري وکړي.

د روسيې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې مسکو به په پوځي او ملکي ساحه کې افغان پرسونل وروزي.